ټولنه

دفضايي ترافيکو دکنترول دڅانګې څوارلسو تنو فارغانو خپل تصديق ليکونه ترلاسه کړل .

کابل باختر د ثور دويمه :
دملکي هوايي چلند دانستيتوت دفضايي  ترافيکو  دکنترول  له څانګې څخه دڅوارلسم ټولګي څوارلسو تنو فارغانو نن خپل تصديق ليکونه ترلاسه کړل .
دباختراژانس دخبرله مخې،دملکي هوايي چلند دادارې عملياتي معين کپيتان غلام جيلاني  وفا په هغې  غونډه کې چې په همدې مناسبت په کابل کې جوړه شوه ددغې موسسې د  ١٣٩٦ او  ١٣٩٧ کلونو ١٤ تنه فارغان چې  ٠٥٤ کورس پکې شامل دى او پنځه تنه د ١٣٩٦ کال فارغان  او نهه تنه نور د ١٣٩٧ کال فارغان دي چې دڅه دپاسه دريو مياشتو له تيرولو وروسته دتصديق  ليک په ترلاسه کولو بريالي شوي دي
په دې غونډه کې دملکي هوايي چلند  دادارې دملکي هوايي چلند انستيتوت رييس محمد نسيم صميم هم وويل چې دملکي هوايي  چلند په برخه کې دمسلکي اشخاصو روزنه دملکي هوايي  چلند دانستيتوت يوه ستره موخه  ده .ده زياته کړه چې دهېواد دملکي  هوايي چلند په بېلابېلو برخو کې دمسلکي او زده کړې خاوندو کسانوجذب دملکي  هوايي چلند  دبرخې اړتيا ده او دمتخصص  او مسلکي ځواک لرل په اوږدومهال  کې بهرنيو کارکوونکو او متخصصينو  ته اړتيا کموي . ختم _ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته