نړۍ

د سوريې نيمايي خلک سملاسي مرستوته اړتيا لري

دمشق باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
د ملګروملتو د سازمان عمومي منشي اعلام کړى دى چې د سوريې څه ناڅه نيمايي خلک بيړنيو بشر دوستانه  مرستو ته اړتيا لري.
د ملګروملتو د سازمان عمومي منشي بانکي مون  پرون اعلام وکړ چې په کويټ کې د نړيوال کنفرانس برخه والو هيوادونو ژمنه کړې ده چې د سوريې په جګړه کې له زيانمنو شويوکسانو سره د نږدې دوه نيمو ملياردو ډالرو مرسته وکړي. داپه داسې حال کې ده چې د کنفرانس د جوړونکو هدف د سوريې له څه د پاسه نهو مليونو تنو اتباعو سره د مرستې لپاره د نږدې شپږو ملياردو او پنځه سوه مليونو ډالرو مالي مرستې راټولول دى چې په تيرو دريو کلونوکې دکورنيوجګړو له امله له ډول ډول مصيبتونو سره مخامخ شوي دي.
د سوريې کورني جګړه اوس د نړۍ ډير ستر انساني بحران بلل کيږي او په تيرو  دريو کلونوکې څه دپاسه يوسلو شل زره تنه پکې وژل شوي دي .
په سوريه کې په نويو نښتوکې پرون د دغه هيواد په شمال کې په يو موټرکې د ايښودل شوي بم د چاودنې له امله شپږ ويشت تنه ووژل شول چې زياتره يې د دولت مخالف وسله وال ځواکونه دي.
د دغې چاودنې مسووليت دعراق او شام د اسلامي حکومت ډلې ته نسبت ورکړ شوى دى چې له القاعده سره تړاولري .
په سوريه کې د نښتو له پيل څخه د دريوکلونو په تيريدو سره د دغه هيواد نږدې شپږ نيم مليونه تنه خلک له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړ شوي دي؛ زياتره يې اوس د حلب په ګډون له سترو ښارونوڅخه بهر په لنډ مهالوکمپونوکې شپې سبا کوي او د ژوندانه د دوام لپاره ډير محدود امکانات لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته