موګه ديشو/ امريکا غږ/ باختر دلړم نولسمه :
د سوماليا په پايتخت موګه ديشوکې د درې بمي موټرو د چاودنو او جګړې له امله پرون څه ناڅه ۲۳ تنه ووژل شول .
د سوماليا روغتيايي مقاماتو ويلي دي چې په دغو جګړوکې څلور تنه يرغلګر هم وژل شوي دي .
د سوماليا پوليسو ويلي دي چې په دغو موټروکې ځاى پرځاى شوي چاوديدونکي توکي په لږ زماني واټن کې د صفحي هوټل ته څېرمه وچول شول .
د سوماليا امنيتي مقاماتو دغه راز ويلي دي چې څلور تنه وسله وال تند لارې هوټل ته ننوتل او د هوټل بام ته وختل او په ډزو يې پيل وکړ .
د سوماليا پوليسو ويلي دي چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو دغه يرغلګر په ډزو سره ووژل او په لسګونه تنه يې چې په هوټل کې پاتې وو، وژغورل.
په القاعده پورې تړلې د الشباب ډله چې له لسو کلونو راپديخوا په سوماليا کې جنګيږي، د دغه بريد مسووليت په غاړه اخستى دى.
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل