اقتصاد

د احتکار د مخنیوي او د بیو د کنټرول کمیسیون د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول په خاطر اساسي اقدامات کوي

کابل /دسلواغې ۱۸مه/باختر
د احتکار د مخنیوی او د بیو د کنټرول کمیسیون د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ د صنعت او تجارت وزارت، د استخباراتو د ریاست او د کسبګرو د خونې د استازو په ګډون د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول په خاطر دلارو چارو د څېړنې په خاطر غونډه وکړه.
د باخترآژانس د خبریال د خبرله مخې، په دې غونډه کې د لومړنیو توکو د واردولو د څرنګوالي، د محدودیتونو د لرې کولو او په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو په اړه لارې چارې وڅېړل شوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.
د غونډې غړو ټینګار وکړ لازمه ده چې د لومړنیو توکو سوداګر واردونکي او پلورونکي په منصفانه او شفاف بهیر کې د بازار د رښتیني نرخ له مخې لومړني توکي وړاندې کړي.
به دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول په مقصد اساسي اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.
په دې غونډه کې دغه راز تصمیم ونیول شو چې ډېر ژر د لومړنیو توکو د وړاندې کولو لپاره مشخصه نرخنامه چمتو او پلورونکو باندې ووېشل شي.
د یادونې وړ ده چې د افغانیو په وړاندې د ډالرو د بیې په لوړېدو سره د افغانستان په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې ډېرې لوړې شوې؛ خو د افغانیو په وړاندې د ډالرو له کمښت سره د لومړنیو توکو په بیو کې هېڅ بدلون رامنځته نه شو.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته