امنیت

۶ وسله وال طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل/دسلواغې۱۵مه/باختر
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر اژانس ته وویل چې افغان ځواکونو څو ورځې وړاندې په شېرزادو ولسوالۍ کې چاڼیزعملیات پيل کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې د تېرو ۲۴ ساعتو په موده کې د یوه سیمه ييز قوماندان په ګډون ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ویل کېږي په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته