
کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
مالیې وزارت وايي چې دغه وزارت د روان کال په لومړنیو اوو میاشتو کې هېواد ته د ۶۵،۸ میلیارډه افغانیو په ارزښت وارد شویو توکو ته ګمرکي معافیت ورکړل شوی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي: افغانستان چې اوسمهال ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري، مالیې وزارت د نړیوالو بشري سازمانونو او موسسو د بشري مرستو ګمرکي طی مراحلو ته لومړیتوب ورکړی دی چې د «اسیکوډا» نړیوال سیستم په واسطه یې ګمرګي طی مراحلو بهیر کې چټکتیا او آسانتیا برابره شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لارې د روان کال په لومړنیو اوو میاشتو کې، د ۶۵،۸ میلیارډه افغانیو په ارزښت درمل، طبي ماشین آلات او خوراکي توکي چې د نړیوالو مرسته کوونکو له لوري افغانستان ته وارد شوي دي؛ ګمرکي معافیت ورکړل شوی دی.
یاد وزارت یادونه کړې چې د یادو توکو د خدمتونو د فیس له درکه ۵۲ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
وهاج