امنیت

څلور تنه ډار اچوونکي په هلمند کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۱۷مه
د ملي امنيت د لوى رياست ځواکونو په هلمند ولايت کې د طالبانو د تروريستي ډلې پر يوې قرارګاه عمليات ترسره کړل .
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي امنيت د لوى رياست د ځانګړو قطعاتو ځواکونو د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والو طالبانو د تروريستي ډلې د سرې قطعې د قوماندان عطاالله پر قرارګاه هدفمند عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې د طالبانو د تروريستي ډلې څلور تنه غړي ووژل شول او د هغوى يوه درنده وسله، شپږ سپکې وسلې، دوه لاسي بمونه، يوه ايکم مخابره، درې نقليه واسطې او يو شمېر تبليغاتي پاڼې د ملي امنيت د لوى رياست د ځواکونو لاسته ورغلې دي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته