(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

 افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ازبکستان ته سفر وکړ

۵- کابل، د غوايي ۲۱مه، باختر

 د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت او ورسره مل پلاوي ازبکستان ته رسمي سفر وکړ.

له شرافت سره په دغه سفر کې د اوسپنې پټلۍ ادارې ستر سلاکار انجنير میرویس غفوري او د سروې او توپوګرافي متخصص انجنير محمد حنیف پوپل هم ملګرتیا کوي.

یاد پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د ازبکستان او پاکستان هېوادونو سره د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ د تخنیکي – اقتصادي مطالعاتو د پیل او په ټوله کې د ریلي همکاريو د پیاوړتیا اړوند خبرې اترې وکړي.

تمه ده، چې په دغه درې اړخیزه ناستو کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي- اقتصادي مطالعاتو د پیل نېټه مشخص شي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا