(PS)خبرونه(PS)ورزش

افغانستان د جنوبي کوریا د تکواندو له G2 نړیوالو سیالیو د سرو زرو لومړنی تاریخي مډال ترلاسه کړ 

کابل، د زمري ۲۱ مه، باختر

د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې غړي علي اکبر امیري د جنوبي کوریا له G2 نړیوالو آزادو سیالیو څخه د سرو زرو لومړنی تاریخي مډال ترلاسه کړ.

امیري ‏خپلو کاناډایي، قزاقستاني، کوریایي سیالانو او د نیجریا هېواد تکواندو کارانو عبدول او سوفو (د نړیوالو سیالیو اتل او د برازیل المپیک دویم مقام ګټونکي) ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.

رامین امیني د دغو سیالیو یو بل برخه وال افغان لوبغاړی دی چې نن یې په دوه پرلپسې ‏رونډونو کې خپلو جاپاني سیالانو ته ماتې ورکړه او منځلوبو ته یې لار ومونده.

د تکواندو یادې سیالۍ د جنوبي کوریا په چون چان ښار کې روانې دي او له ۶۰ هېوادونو ۵۲۳ تکواندوکارانو پکې برخه اخیستې ده.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا