امنیت

دهېواد په ختيځ کې په نويو هوايي بريدونو کې داعشيانو ته دسردروند زيان

 دجلال آباد ښارباختر دتلې دمياشتې ٢٠  نيټه 
د هېواد په ختيځ  کې اته ويشت تنه داعشيان  په نويو هوايي  بريدونو کې ووژل شول.
په دغو داعشيانو تيره شپه  ددوربابا ، هسکې مينې او  اچين ولسواليو کې  ددوى په  پټنځايونو بريدونه وشول.
دننګرهارولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل په دغوهوايي بريدونوکې اته ويشت تنه داعشيان ووژل  شول.
ده وويل  دغه داعشيان په يولړ  نويو ډاراچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو، چې دبې پيلوټه الوتکو له خوا پرې بريدونه وشول.
ويل کيږي په دې هوايي بريدونو کې دسيمې اوسيدونو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهارولايت کې ديولړو چاودنو  مخه ونيوله .
درارسيدلو خبرونوله مخې؛ امنيتي مامورينو نن سهار  اووه ماينونه  د اچين ، مهنددرې  اوکوټ  ولسواليو او په جلال آباد ښارله  ګڼ ميشتو لاروڅخه کشف اوشنډکړي دي.
د ننګرهارپوځي مقامات  وسله وال طالبان او داعشيان د دغو ناکامو ماين ښخولو مسوول بولي او وايي چې دهغو دپيژندلو اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته