(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

افغانستان د غنمو او نورو کرنیزو توکو پر یو لوی صادرونکي هېواد بدلېدونکی دی، خو څنګه؟

تبصره:

افغانستان چې په طبعي ډول د پرېمانه اوبو او پراخه دښتو درلودونکی هېواد دی، د کال په بېلابېلو موسمونو کې د خپلې اړتیا وړ غنم، سبزیجات او نور حبوبات له بهرنیو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو څخه را واردوي، خو څنګه کېدای شي دغه هېواد خپلې پرېمانه اوبه سمې مدیریت او شاړې دښتې ابادې کړي، تر څو وکولی شي په کور دننه د غنمو او نورو خوراکي توکو له درکه پر ځان بسیا او ان بهرنیو هېوادونو ته د دغو توکو پر صادرونکي هېواد بدل شي.

هو د دغسې یو پلان د پلې کولو لپاره هوډ شته او ښه مثال یې د قوشتېپې کانال د رغونې چارې دي، چې د معلوماتو له مخې؛ د لومړي فاز چارې به یې ډېر ژر بشپړې شي.

دغه کانال تر بشپړ جوړېدو وروسته به وکولی شي هلته په شمالي ولایتونو کې زرګونه هکتاره ځمکه خړوبه او د غنمو په ګډون د پنبې، خټکیو، هندواڼو، بېلابېلو تازه او وچو مېوو او نورو کرنیزو توکو د کر لپاره چمتو کړي، چې په دې سره به نه یوازې افغانستان د یادو موادو په برخه کې په ځان بسیا شي؛ بلکې بهرنیو هېوادونو ته به یې هم صاردات زیات شي، چې دا به له اقتصادي پلوه د هېواد لپاره لویه لاسته راوړنه وي.

د قوشتېپې تر څنګ د هېواد نورې سیمې هم پرېمانه اوبه لري، چې اسلامي امارت یې د مدیریت کلک هوډ لري او په پلان کې ده، چې له دغو اوبو څخه د شاړو ځمکو په ابادولو او د برېښنا په تولید کې ځینې ګټه پورته کړي.

هېواد کې د اوبو مدیریت بله ګټه دا ده، چې د دغو اوبو د مدیریت، کرنې او برېښنا د تولید په برخه کې به سلګونو زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي، چې دغه زرګونه کسان د زرګونو کورنیو ډوډۍ پیدا کوونکي دي، چې کولی شي له ځانه سره د میلیونونو کسانو اقتصادي ستونزې حل کړي.

کله چې د اوبو تر مدیریت کولو او شاړو ځمکو ابادولو وروسته کرنیز محصولات زیات شي، نو په اتوماتیک ډول ارزاني هم راځي، چې دا به په هېواد کې اوسني د سړي سر عاید ته په کتو یو ښه زېری وي.

نو اوبه باید مدیریت شي، هغه څه چې اسلامي امارت یې کلکه اراده لري.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا