امنیت

پنځه طالبان په هوايي بريدونو کې ووژل شول

۴۱- کابل / د مرغومي۱۵مه / باختر
پنحه وسله وال طالبان تېره شپه په هلمند او ميدان وردګو کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختر آژانس خبريال ته وويل: د هېواد هوايي ځواکونو د وسله والو طالبانو پرهغو غونډو چې د هلمند په نهرسراج او د ميدان وردګو په سيدآباد کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو د بريدونو نيت درلود، هوايي ګوزارونه وکړل چې په پايله کې ۵ وسله وال طالبان ووژل شول او يو بل یې ټپي شو.
په يادو هوايي بريدونو کې د دښمن څو وسلې هم له منځه يوړل شوې.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته