امنیت

په بلخ کې دجنايي جرمونو په تور دلسو تنو نيول کيدل

کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ٢٩نيټه:
د بلخ پوليسو په  دغه ولايت کې لس تنه  د دغې اوونۍ په بهيرکې د جنايي جرمونو په تورنيولي دي. .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل دباخترآژانس خبريال ته  وويل؛  ددغه ولايت امنيتي منسوبانو لس تنه دغيرقانوني وسلو دلرلو او ددغه ولايت  په مرکز او شاوخواسيمو کې دغلاو په تورنيولي دي.
ده زياته کړه يو له دغو غلوڅخه دمزارشريف ښارديوه اوسيدونکي دپنځه سوه زرو افغانيو  دغلاپه  تور پرون د بلخ ولايت  د امنيې قوماندانۍ دڅلورمي امنيتي حوزې دمنسوبانوله خوا لاس په لاس ونيول شو.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته