سیاستخبرونهرپوټونه

افغانستان د واقعبينانه همکاريو درناوى کوي خو د هېواد د اداري او حکومتوالۍ لپاره به د ملي ګټو په تګلوري حرکت وکړي

 کابل، د تلې ٢ مه، باختر

اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د نړۍ هېوادونو پر دوامدارې همکارۍ باور لري. هغه هېوادونه چې له افغانستان سره د همکارۍ نارې سورې وهي ښه ده چې د ستونزو د رامنځته کولو پرځاى له اسلامي امارت سره د رغنده تعامل په فکر وي.

د باختر آژانس خبريال ليکي: د افغانستان لپاره د اروپا اتحاديې د هېوادونو او امريکا او دوه درې نورو هېوادونو ځانګړو استازو د وږي په ٣١ مه  په واشنګټن کې د خپلې غونډې په پاى کې يوه اعلاميه صادره کړه چې په هغه کي په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات او په دغه هېواد کې د منتخب او پراخ بنسټه حکومت پر جوړولو ټينګار شوى دى او د دوى په فکر په دغه هېواد کې د اساسي قانون پر بنسټ د نظم د رامنځته کولو لپاره د بين الافغاني خبرو د ترسره کولو ملاتړ شوى دى.

د دغه هېوادونو په اعلاميه کې پرته له دې چې په افغانستان کې په روانو ستونزو کې خپلې ونډې او د رول  په اړه اشاره شوې وي په افغانستان کې د ډاراچوونکو ډلو د فعاليتونو په اړه  خپلې اندېښنې څرګندې کړي دي.

د چارو کارپوهانو په نظر دغه اعلاميه زياتره د لارې يوې خوا ته ورته ده چې په هغه کې  اسلامي امارت ته  لارښوونې شوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې روانې ستونزې زياتره اقتصادي او مالي عوامل لري او دا يې څرګنده کړه چې د دغه شان ناخوالو ترشا  څوک ولاړ دي او څوک د اسلامي امارت پر وړاندې له محدوديتونو او بنديزونو څخه د فشار د آلې په توګه کار اخلي.

په افغانستان کې پراخ بنسټه حکومت چې د افغانستان د ټولو خلکو د ګډون هينداره ده شتون لري، معلومه نه ده چې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت څخه د دغو هېوادونو تعريف چې په واشنګټن کې راټول شوي څه دي؟ او دغه راز کاذب تورونه چې ګنې ډار اچوونکي ډلې په افغانستان کې فعاليت کوي زياتره خيالي دي او د دغو ډلو کومه پته او نښه نه ده ورکړل شوې، دا ښيي چې په افغانستان کې د ډاراچوونکو ډلو د شتون په اړه خبرې زياتره تورونه دي نه واقعيتونه.

د افغانستان خلک په نننيو شرايطو کې چې سوله د دوى په هېواد کې تامينه شوې د بيا رغونې او اقتصادي ثبات د اعاده کولو په لاره کې د نورو هېوادونو همکاريو ته اړتيا لري.

ښه دا ده هغه هېوادونه چې  په افغانستان کې د حکومتوالۍ لپاره د نقشې ترسيمولو او يا د نسخې ورکولو په فکر کې دي، د افغانستان خلکو پر وړاندې د محدوديتونو او بنديزونو د لرې کولو په فکر کې شي.

هيره دې نه شي چې په تېرو ٤٠ کلونو کې دا بهرنۍ نسخې وې چې په افغانستان کې ستونزې يې زياتې کړي خو نن شرايط بدل شوي دي،  د نړۍ هېوادونه بايد پر هغو لارو چارو تمرکز وکړي چې پايله يې په افغانستان او سيمه کي اقتصادي او امنيتي ثبات وي او بايد په داسې حال کې لارو چارو او پروګرامونو تکيه ونشي چې په سيمه کې د ګټو تضاد رامنځته کړي.

افغانستان د معقولې او رښتينې همکارۍ درناوی کوي، خو د هېواد د اداره کولو لپاره به زياتره  د وګړنيو ګټو په لاره حرکت وکړي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا