امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول .
  په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته د دغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې دپوځيانو د سپرلۍ په کاروان يرغل وکړي .
  د روزګان ولايت يو امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملګي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته