نړۍ

په عراق کې له يوه جيل څخه ديو شمير بنديانو تيښته .

بغداد نړيوالې خبري منابع باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
وسله والوکسانو پرون دعراق دپايتخت بغداد په لويديځ کې په يوه جيل  په بريد سره يو شمير بنديانو ته  دتيښتې زمينه  برابره کړه.
دعراق يوه امنيتي مقام تيره شپه وويل :  ناپيژندل شويو وسله والو کسانو دبغداد
په لويديځ الطوبجې سيمه کې د الاحداث  جيل ته په ننتو او د دغه  جيل له
ساتوونکو سره په  سختې نښتې سره  يو نامعلوم شمير  بنديانو ته د تيښتې
زمينه برابره کړه.
په همدې حال کې دعراق يوبل امنيتي مامور څرګنده کړه هغه ناپيژندل شوي وسله وال کسان چې دبغداد دلويديځ په المنصور سيمه کې ديوتجارتي مرکز دنيولو نيت کړى و  په خپل وخت د  اردو دځواکونو له اقدام سره مخامخ شول او وسله وال کسان په دې بريد کې ناکام پاتې شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته