امنیت

يوه بې پيلوټه الوتکه راوغورځوله.

 

تل البيب وي او اي نيوز  باخترد  ثور  دمياشتې  ٦ :

اسرائيل اعلام کړى دى چې دحزب الله دډلې يوه مشکوکه بې پيلوټه الوتکه يې راغورځولې ده.

داسراييلو  پوځي ويندوى وويل چې دغه بې پيلوټه الوتکه  دلبنان دپاسه دالوتنې په  وخت کې پيژندل شوې وه.

 ويندوى زياته کړه، داسراييلو هوايي حريم ته له ننوتلو وروسته او داچې  تائيدشوه  چې دغه الوتکه  بې پيلوټه ده او د حزب الله په ځواکونو پورې  مربوطه ده او ديوې اسراييلي اف  _ ١٦ الوتکې  له خوا ورباندې بريد وشو.

تراوسه  روښانه  نه ده چې دغه بې پيلوټه الوتکه وسلې درلودې ياڅنګه ؟

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته