خبرونهورزش

افغانستان د کیو کېشن کاراته په اسیایي سیالیو کې دوهم مقام خپل کړ

 کابل، د لړم ۳ مه، باختر

د کیو کېشن کاراته ماتسؤیي رشتې هغه افغان ورزشکاران چې د ایران د رامسر ښار په کوربتوب یې په اسیایي سیالیو کې ګډون کړی و، بېرته هېواد ته راستانه شول او د هرات ولایت د ورزش ادارې له مشر ګلاب الدین خپلواک سره یې وکتل.

د بدني روزنې او ورزش ریاست ویلي چې په دې لوبډله کې څلور ورزشکاران، یو روزونکی او یو لوبڅار شامل وو، چې د بېلابېلو هیوادونو ایران، ترکیې، لبنان، بلغارستان او فلسطین لوبغاړو د یو بل پر وړاندې سیالۍ وکړې چې په پایله کې محمد یونس فرهنګ په اویا۷۰ کیلو وزن کې دویم مقام، محمد حسن فرهنګ په څلورپنځوس ۵۴ کلیو ورزن کې درېیم او محمد احسان کریمي هم په نوي۹۰ کیلو ګرام وزن کې درېیم مقام وګاټه.

یاده دې وي چې محمد یونس فرهنګ د یادو سیالیو د غوره فایټر لقب هم خپل کړ.

د دغو سیالیو په پای کې افغانستان وکولی شول چې په ټوله کې دویم مقام وګټي.

دغه راز د هرات د ورزش ادارې مشر ګلاب الدین خپلواک په ایران کې د اسیایي لوبو ګډون کوونکو ورزشکارانو هڅې وستایلې او د افغانستان دویم مقام ګټل یې د هیواد د ورزش په برخه کې یو مهم ګام یاد کړ.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا