کابل باخترد وري دمياشتې ٧ :
دپلخمري ښار دکتب خيلو دکلى دکانال درې بندونه نن پرانيستل شول .
د دولچه دکانال سربند په پاخه او اساسي ډول په دريو مياشتوکې جوړ شوى او د اوبو شل ورخونه لري او د آلمان د (جي ټي زيد) موسسې دکرنې د پروګرام په چوکاټ کې د دريومليونو څلور سوه زرو افغانيو په لګښت جوړشوي دي.
دبغلان ولايت دکرنې او اوبولګولو ريس عزيزالله ايماق د دغه ټکى په بيانولوسره باختراژانس ته وويل: ددغه بند له لارې دوه زره جريبه زراعتي ځمکه خړوبيږي او د اړتيا وړ اوبو له پلوه يې دوه زره اته سوه کورنيو ستونزې لرې کړې دي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ