امنیت

د ملي امنيت په يونيفورم سمبال دوه تنه غله ونيول شول

کابل – باختر دتلې دمياشتې١٦
د ننګرهار ولايت پوليسوتېره شپه دوه تنه دغلا او شوکمارى په تور ونيول.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان چې دملي امنيت په يو نيفورم سمبال او له يوې مودې راپه دې خوا د پوليسو تر څارنې لاندې وو؛ په جلال آباد ښار ونيول شول.
دخبرځاى دڅرګندنو له مخې: يو تن نيول شوى يوه مياشت مخکې له بند څخه آزاد شوى و چې بيا ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته