امنیت

څلويښت کيلوګرامه نشه يي توکي په بغلان کې ضبط شول

کابل / دليندې ٣مه / باختر :
پوليسو  څلويښت کيلوګرامه چرس  پرون په  بغلان کې  له يو باروړونکي موټر څخه ترلاسه کړل .
دبغلان دامنيې قوماندانۍ وياند جاويد بشارت د باختراژانس خبريال ته وويل ټاکل شوې وه دغه نشه يي توکي کابل ته ولېږدول شي چې ددغې  قوماندانۍ پوليسو  دپلخمري ښار په مربوطاتو کې دپلټنې په وخت کې کشف اوضبط کړل
هغه وويل چې ددغې پېښې  په اړوند دموټرچلوونکي نيول شوى دى .
  ختم_سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته