ټولنه

په بلخ کې دنيالګيو دايښودلو پروګرام پيل شو

کابل/ باختر/ د سلواغې١٣مه/ باختر 
دبلخ دکرنې او اوبولګولو رياست پرون په دې ولايت کې دنيالګيو دايښودلو پروګرام پيل کړ.
دبلخ دکرنې او اوبولګولو رييس  محمدسالم ساعي باختراژانس ته وويل ؛  دغه اداره دبلخ د ژوندانه دچاپيريال ساتنې درياست په همغږۍ  دنيالګيو دايښودلو پروګرام دبلخ له پوهنتون څخه پيل کړ.
هغه زياته کړه  چې دمني په پروګرام کې تراوسه پورې په بلخ کې  په ٦٠٠جريبه ځمکه کې دميوو بڼونه جوړ شوي دي او دنيالګيو دايښودلو په پروګرام کې  دسمسورتيا دزياتوالي په مقصد نيالګي ايښودل کېږي.
دسمورتيا او دژوندانه دچاپيريال ساتنې په خاطر دخلکو دهڅونې لپاره سل زره نيالګي ويشي .
دکرنې او اوبولګولو رياست دغه رازدبلخ پوهنتون له رياست سره دتفاهم ليک پربنسټ، ټاکل شوې ده دبلخ پوهنتون په يوهکټار ځمکه کې  بڼ جوړ کړي او زر نيالګي ، دهينګ يوه اندازه تخم او زراعتي وسايل هم ددغه تحصيلي بنسټ په واک کې ورکړي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته