کابل باختر دوري نهمه :
ټاکل شوې ده راتلوونکي اوونۍ دکورنيو چارو وزارت د برقي تذکرو درياست ټول بستونه اعلان ته وړاندې شي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې : دبرقي تذکرو رييس همايون محتاط نن په يوه خبري غونډه کې وويل: راتلوونکي شنبه دبرقي تذکرو ټول بستونه د ماهرانو دجذبولو په خاطر اعلان ته وړاندې کيږي .
ده وويل :داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کميسيون سره ديوې طرحې په باب چې دغې ادارې ته دماهرانو دجذبولو څرنګوالى مشخص کوي ، کار جريان لري . چې تجربه لرونکي او ماهر کسان جذب شي .
ده وويل: که چيرې موږ په دې بريالي نه شو چې په هېواد کې ماهر کسان پيداکړو دغه اداره مجبوره ده چې بهرني ماهران جذب کړي .
محتاط زياته کړه چې موږ په ولايتونو او ولسواليو کې دبرقي تذکرو دکارکوونکو دجذبولو په خاطر به دسيمې له اوسيدونکو څخه کارکوونکي جذب کړو .
1 1 دقیقه لوستل