امنیت

په چين کې په اورګاډو د بريد له امله ٣٣ تنه ووژل شول .

پيکنګ- دى نيوز  – باختر دکب دمياشتې ١١
د چين په جنوب لويديځ کې پرون  مازيګر د اورګاډو په  يو تم ځاى کې په   چړو سمبالو کسانو د بريد له امله ٣٣ تنه ووژل شول  او ١٣٠ تنه نور ټپيان  شول .
باختر آژانس د دې نيوز دخبري سايټ  له خولې خبر راکړ  چيني مقاماتو دغه عمل يو تروريستي بريد وباله او په وژل شويو کسانو کې  څلور تنه يرغلګر هم شامل دي دخبرځاى دخبرله مخې :  زياترو يرغلګر په تورو جامو سمبال وو  او د  يوننان ولايت  دکونمينګ   د اورګاډو تم  ځاى کې کله چې خلک اورګادي  ته سترګې په لاره وو
په هغوې  بريد وکړ.
دخبرځاى دخبرله مخې  : په دې اړونديو مشکوک نيول شوى دى  او شواهد او مدارکونه ښيي چې دغه تروريستي بريد دسينکيانګ دبيلتون غوښتوونکو ځواکونو له خوا ترسره  شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته