کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
په هلمند ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ملکي وګړي ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول.
دهلمند دوالي ويندوى عمر ځواک باختر آژانس ته وويل : دغه پيښه پرون مازيګر دهلمند ولايت واشير ولسوالۍ دشنګليان په ساحه کې له يوه ټيلري موټر سره دمسافر وړونکي موټر له ټکر وروسته رامنځته شوه چې له امله يې څلور تنه ملکي وګړې ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول .
دځواک دڅرګندونو له مخې : دپيښې ټپيان په ډير لنډ ممکن وخت کې دلښکرګاه ملکي روغتون ته وليږدول شول او د روغتون د روغتيايي مسوولينو دڅرګندونو له مخې دڅلورتنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ