ورزش

د صرافانو او د انصاري ټيمونو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه

کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٩
په هرات کې د اتلانو د جام د فوټسال  سياليو پرون په دوو لوبو سره دوام وکړ.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل : په لومړۍ لوبه کې د صرافانو ټيم د يوې په وړاندې په شپږو سره د غازي ټيم ته ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې د انصاري ټيم د يوې په وړاندې په دريو سره د رازي پرټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ د شپږو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي او ټاکل شوې ده سبا د ميوند ټيم د رازي له ټيم سره او د صرافانو ټيم د جوانان يلاني له ټيم سره لوبې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته