
کابل، د کب ۲۵مه، باختر
افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې د باسط په نوم یوه خصوصي روغتون ته در درملنې په موخه ور وپېژندله.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد روغتون او سرې میاشتې تر منځ د هوکړې له مخې به ۱۸ تنه ماشومان، چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې ونیول شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېرو شاوخوا ۸ میاشتو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري پلازمېنه کابل کې بېلابېلو روغتونونو ته ۷۴۶ ماشومان د درملنې په موخه ورپېژندل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې په افغانستان کې د قطر سفارت مسوولینو هم له افغاني سرې میاشتې سره د سوري زړه په ناروغۍ د ۱۶۹ اخته افغان ماشومانو د درملنې لګښت په غاړه اخیستی وو.
افغانمل