خبرونهTOPروغتیا

افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۰ ماشومان روغتونونو ته ور وپېژندل

 کابل، د سلواغې ۴مه، باختر

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۰ ماشومان یې د کابل ښار بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور پېژندلي دي.

دغه ټولنې په خپله ټویټر پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۰ ماشومان، پلازمېنه کابل کې صحت طفل اندراګاندي او فرانسویانو روغتون ته د عملیاتو او درملنې په موخه ور پېژندلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغاني سرې میاشتې ټولنې د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې، د درملنې په موخه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۵۹۱ ماشومان، پلاﺯمېنه کابل کې بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته د هر ناروغ د درملنې او پایواز لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا