
کابل، د چنګاښ ۲۲مه، باختر
د افغان ابدالیان کرکټ لوبډله نن سهار د کابل پر وخت ٩ بجې د ایمرجېنګ آسیا جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د عمان هېواد الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.
په دې سياليو کې د افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، سريلنکا، عمان، نیپال او متحده عربي اماراتو اېمرجېنګ لوبډلې ګډون کوي چې افغانستان په لومړي پړاو کې له عمان وروسته له سريلانکا او بنګله دېش سره لوبې لري.
د یادونې وړ ده، چې د کرکټ بورډ مسوولینو د افغان ابدالیانو لوبډلې د چمتووالي خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې ابدالیان لوبډله یادو سیالیو ته بشپړ چمتووالی لري او د بریا په موخه به د لوبې ډکر ته ښکته کېږي.
لمر