فرهنګ

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د یوناما له استازي سره وکتل

کابل / د تلې ۷ مه / باختر
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیح الله نوراني په دغه ولایت کې د یوناما دفتر له مسوول سره د تاریخي آبدو د ترمیم، د رسنیو د ودې، لرغونو سیمو، ځوانانو د روزنیزو فعالیتونو د ملاتړ، فرهنګ او ادب برخې د ودې او بډاینې او د توریزم د ودې پر موضوعاتو خبرې وکړې.
په همدې حال کې د یوناما دفتر مسوول “الان فیسلوس” ژمنه وکړه چې د بلخ تاریخي آبدو ستونزه به له “یونسکو” سازمان سره شریکوي او ځانګړې پاملرنه به ورته کېږي.
د یادونې وړ ده چې یوناما دفتر د ملګرو ملتونو یو فعال سازمان دی، چې د نړۍ په ۱۹۳ هېوادونو کې استازيٍ لري او ګڼ شمېر فرهنګي، ټولنیز او عامه برخو کې مالي ملاتړ او همکاري کوي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته