سیاست

په افغانستان کې دسولې له بهير سره دمرستې لپاره دچين غوښتنه .

بيجينګ _ باختر دچنګاښ لومړي::
  دچين دبهرنيو چارووزارت يوه ويندوى په افغانستان کې دسولې دبهير پيل ته داشارې په ترڅ کې نړيوالې ټولنې ته بلنه ورکړه چې په دغه هيواد کې دې دسولې دبهير له پرمخ بيولو سره مرسته وکړي .
باختراژانس دنړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ، دغه ويندوى ديو لړ څرګندونو په ترڅ کې زياته کړه چې چين په دې باور دى چې نړيواله ټولنه دى بايد دافغانستان دخپلواکۍ  ، ملي واکمنۍ  او دځمکني بشپړتيا درناوى وکړي .
ده دافغانستان ديو والي ساتنه يوه اړتيا وبلله . او وي ويل چې دچين دولت هيڅکله په خپل دغه ګاونډي هيوادکې دروغې جوړې له بهير سره ملاتړ نه دى ځنډولى .
  ده په دې باندې په ټينګار سره چې پردي بايد دافغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي زياته کړه چې هرڅه بايد دافغانانو له ارادې سره سم ترسره شي .
دچين دولت په وروستيو مياشتو کې هلې ځلې وکړې  چې په افغانستان کې خپله ستراتيژيکي ژورتيا پياوړى کړي .
چينايان په دې عقيده دي چې په افغانستان کې په پانګي اچونې سره کولاى شي دامريکايي  پوځيانو له وتلو وروسته ددغه هيواد دثبات سبب شي . 
دافغانستان ډګر ته دچينايانو هراړخيز وردانګل يوه له هغو موضوعګانو څخه ده چې په تيره بيا په وروستيو مياشتو کې لويديځوالو دهغو په نسبت غبرګون ښودلى دى .
دچين شرکتونو په دې وروستيو وختو کې دملياردونو ډالرو په ارزښت دافغانستان له لاس نه خوړلو کانونو څخه دګټې اخستنې حق ترلاسه کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته