(PS)خبرونه(PS)ورزش

افغان تکواندوکار علي اکبر امیري خپل مقدونيايي سیال ته ماتې ورکړه

کابل، د غبرګولي ۱۵مه، باختر

افغان تکواندو کار علي اکبر اميري خپل مقدونيايي سیال ته چې پرله پسې دوه ځله یې د المپيک د نړيوالو سياليو دوهم مقام ګټلی، ماتې ورکړه او د نړۍ د ١٦ غوره تکواندوکارانو په ډله کې شامل شو.

علي اکبر اميري تر دې لوبې وړاندې خپل اسرایلي سیال ته ماتې ورکړې وه او د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې یې د افغانانو غوره استازولي کړې وه.

په راتلونکې لوبه کې به علي اکبر د بازل ایوب په نوم د مراکش له یوه لوبغاړي سره سیالي وکړي، چې دغه مراکشی هم د افریقا د لویې وچې نوموتی تکواندوکار دی، ۱۴ نړیوال مډالونه لري او دا څلورم ځل دی، چې د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې یې ګډون کړی دی.

ویل کېږي چې شاید له دې وروسته علي اکبر امیري د عاج ساحل له لوبغاړي چک سیزي صلاح سره مخامخ شي، نوموړی هم د المپیک اتل او د نړۍ د ستورو په منځ کې د سرو زرو ۵ مډالونه لري.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا