اقتصاد

انګلستان د افغانستان د بې وزلو نجونو د ښوونې او روزنې د ودې او پراختيا لپاره د ٤٧ مليونو پونډو مرسته وکړه

کابل باختر دليندي شپږمه
دماليې وزارت پرون د ٤٧ مليونو پونډو په ارزښت مالي قرارداد چې د انګلستان له خوا مرسته شوې ده؛ لاسليک کړ چې هدف يې د افغانستان د بې وزلو نجونو د نوښتګرې ښوونې او روزنې وده او پياوړتيا بلل شوې ده .
دپوهنې وزارت د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ: ددغې پروژې له لارې به دوه سوه پنځه پنځوس زره تنه نجونې تر ٢٠١٦ کال پورې په مستقيم او غير مستقيم ډول ددغه پروګرام له ښيګڼو څخه ګټه واخلي چې د انګلستان د نجونو د تعليمي ستونزو د خيريه مرکز له خوا يې مرسته شوې ده او دغه راز ددغه تړون لاسليک کول په دې مانا ده چې دغه پروژه له همدې ورځې څخه په کار پيل کوي.
  دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په هغو مراسموکې چې له همدې امله په کابل کې د بريټانيا په سفارت کې پرځاى شوي و؛ د ماليې وزير ډاکترعمر زاخيلوال، د پوهنې وزارت د حياتي ليک لوست معين همايون رسا او د انګلستان پرمختيايي وزير جاستين ګريتينګ ګډون کړى و .
ددغه قرارداد د لاسليک کولو په وخت کې دماليې وزير وويل: نجونو ته د ښوونې او روزنې په برخه کې پانګه اچونه دافغانستان دحکومت له لومړيتوبونو څخه دى او موږ د افغانستان دپرمختيا لپاره دبريټانيا د سخاوتمندانه ملاتړ د دوام په لاره کې له دغه هيواد څخه مننه کوو .
وروسته دانګلستان پرمختيايي وزير وويل: په افغانستان کې ښوونې او روزنې ښه پرمختګ کړى دى چې د انګلستان خلک دهغه په وده کې شامل دي. هرکال يو زيات شمېر ماشومان ښوونځي ته ځي؛  نوي ښوونځي جوړيږي او زياتو ښوونکو زده کړې کړې دي .
دپوهنې وزارت دحياتي ليک لوست معين وويل: په دې پروګرام کې شاملې پروژې چې دپوهنې وزارت دپرمختيايي همکارانو له خوا دپوهنې وزارت ترمستقيمې لارښوونې لاندې دي؛ په نولسو ولايتونوکې د انګلستان د نجونو د تعليمي ستونزو خيريه مرکز د نړۍ په مليونونو تنو بې برخو نجونو سره مرسته کړې ده چې دښوونې او روزنې له لارې خپل ژوند ښه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته