سیاست

جمهور رئیس غني له تروریزم سره د مبارزې په چاروکې د چین ولسي جمهوریت د دولت وزیر خپل حضور ته ومانه

 کابل باختر/ د وږي د مياشتې٨ نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني له تروریزم سره د مبارزې او امنیتي مسایلو په چارو کې د چین ولسي جمهوریت د دولت وزیر چینګ ګوپینګ خپل حضور ته ومانه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه چې پرون ماسپښین په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، دواړو لورو د امنیتي او اقتصادي مسایلو د پرمختګ په ځانګړي ډول چین ته د افغانستان د صادراتو او تروریزم سره د ګډې مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي چینګ ګوپینګ وویل، د چین حکومت او خلک د افغانانو ترڅنګ دي او د اوربند او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې په پروسه کې له هیڅ ډول همکارۍ دریغ نه کوي.
هغه زیاته کړه: موږ غواړو افغانستان د سیمې د هېوادونو د همغږۍ پر مرکز بدل شي چې دا موضوع د دواړو هېوادونو او سیمې د اقتصادي پراختیا په ګټه ده او دا د چین د جمهوررئیس شي جینګ پینګ لیدلوری هم دی.
د هېواد جمهوررئیس په خپلو خبرو کې د افغانستان په ځانګړي ډول د سولې اوثبات د ټینګښت په برخه کې د چین ولسي جمهوریت د جمهوررئیس او خلکو له مثبت لیدلوري مننه وکړه.
جمهوررئیس غني وویل، افغانستان او چین د سوداګریزو، ترانزیټي او صادراتي همکاریو د ودې په برخه کې ښه ظرفیتونه لري چې د دواړو هېوادونو پلاوي به په دې برخه کې کار وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس، تروریزم د دواړو هېوادونو او نړۍ ګډ دښمن وباله ويې ویل، پر ګډه مبارزه کولای شو دا شومه پدیده له منځه یوسو.#
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته