خبرونهTOPروغتیا

محمد اشرف غنی ابن سینا روغتون وکوت

کابل/ د غویي ۹مه/ باختر

جمهوررئیس محمداشرف غني بېګا ماسخوتن ابن سینا صدري ملي او تخصصي روغتون ته ولاړ او د روغتون د عمومي وضعیت د ارزولو پر مهال یې د ناروغانو د پوښتنې ترڅنګ هغو ته د غوره رسېدګۍ او پالنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د لیدنې پر مهال جمهوررئیس ته اړوندو مسوولینو، د روغتون د عمومي وضعیت او د تشکیلاتو برخې د ستونزو، د تجهیزاتو او امکاناتو د کمبود او د کرونا د دریمې څپې په اړه معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني د یاد روغتون د ډاکټرانو او ټولو کارکوونکو کړنې وستایلې وې ویل: زه پر خپلو ډاکټرانو او روغتیایي پرسونل بشپړ باور لرم، ځکه په هر ډول شرایطو کې وطنوالو ته روغتیایي خدمات برابرولی شي او له همدې امله مې خپل عملیات په هیواد کې وکړل.

جمهوررئیس روغتیا په ځانګړي ډول روغتونو ته پاملرنه د حکومت له لومړیتوبونو وبلله او څرګنده یې کړه چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د روغتیا پر ملي اساسي پروګرام کار وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته