کابل باختردزمري دمياشتې ٢١
د هيواد زورخانه يي ورزشکاران سبا دآسيايي سياليو په څلورمه دوره کې دګډون په مقصد نيپال ته ځي .
داولمپيک دملي کميتې ويندوى مجيب الرحمن رحماني باختر آژانس ته وويل : دآسيايي سياليو څلورمه دوره د زمري دمياشتې له شپږ ويشتمې نيټې څخه دنيپال کتمندو په ښارکې پيل او څلور ورځې دوام کوي.
درحماني دڅرګندونو له مخې : په دغو سياليو کې داتلسو آسيايي هيوادونو ورزشکاران ګډون کوي چې د ډله ييز، انفرادي او غيږي نيونې په دريو برخو کې ترسره کيږي او له افغانستان څخه په دغو سياليو کې اووه تنه ورزشکاران ،يو ښوونکې ، يو حکم او دوه تنه کتوونکې ګډون کوي.
د دغو سياليو دريم پړاو په ٢٠١١ م کال کې په بنګله ديش کې ترسره شو او افغانستان د دغو سياليو دريم مقام ګټلى و.
1 1 دقیقه لوستل