خبرونهTOPورزش

افغان فوټبال ملي لوبډلې عمان هېواد ته ماتې ورکړه

کابل، د وږي ۲۶مه، باختر

د افغانستان تر شل کلونو کم عمره د فوټبال ملي لوبډلې د آسیا شل کلنو فوټبال جام په مقدماتي سیالیو کې د ۱-۰ په توپیر عمان هېواد ته ماتې وکړه.

د لوبې یوازینی ګول اُمید رجبي د افغانستان په ګټه وواهه.

تر دې مخکې ملي لوبډلې د ۰-۳ په توپیر خپله لوبه ټایلنډ هېواد ته بایللې وه او تمه ده چې درېیمه لوبه به سبا یکشنبې له فلیپین سره ترسره کړي.

د یو بل خبر له مخې؛ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار مرکزي فوټبال لوبغالي کې بُست فوټبال لوبډلې د اتفاق فوټبال لوبډلې ته په ماتي ورکولو سره د هلمند فوټبال الف لیګ سیالیو اتلولي وګټله.

یادې سیالۍ درې میاشتې وړاندې د هلمند په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د نهو لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې.

په ورته وخت کې، په پروان ولايت کې د هېواد د خپلواکۍ په نوم د واليبال د “٩” لوبډلو ترمنځ سيالۍ د اتحاد مرکز لوبډلې په بریا پاى ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د پروان پوهنتون د محصلینو د لوبډلې په ګډون د مرکز “٩” لوبډلو برخه لرله چې د بدني روزنې او ورزش امريت په ورزشي جمنازيوم کې ترسره شوې.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا