ټولنه

درسنيو دټولنيز مسووليت تر عنوان لاندې غونډه جوړه شوه .

کابل باختر  د ثور اتمه

  دميديونيک اداري تير ماښام افغان رسنې او ټولنيز مسووليتونو تر عنوان لاندې غونډه جوړه کړه .

  دباختر اژانس دخبر له مخې ددغې غوندې دجوړولو هدف درسنيو ملاتړ ،ظرفيت جوړول ، دخلکو او رسنيو ترمنځ دباور رامنځته کول دي .

 په دې غونډه کې چې دمسوولينو دويناواو خبرو اترو په دوو برخو کې ترسره شوه دهيواد دمطبوعاتو يو شمير کارکوونکو پکي ګډون کړي و .

 دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  حامدکرزي ددغي غونډې برخه والو ته ديو پيغام په ليږلو سره ويلي دي  دميديونيک اداره دخپلو نيکو فعاليتونو په دوام داځلي درسنيو ټولنيز مسووليت دهيواد دمطبوعاتو دکارکوونکو  دخبرو وړ محور وګرځاوه ټولنيزو مسووليتونوته پاملرنه درسنيو او مطبوعاتو دکارکوونکو له اساسي او مهمو دندو څخه شميرل کيږي ، درسنيو کارکوونکي  هرکله چې دغه اصل  ته پابند دي په خپلو چارو او کارونوکي بريالي او دخپلو مسووليتونو اصولو او هدفونو په نسبت به وفاداره وي .

 حامدکرزي هيله څرګنده  کړې ده چې  درسنيو  دبرخي کارکوونکي په دې مطبوعاتي غونډه کې چې درسنيو  د ټولنيزو مسووليتونو په باب جوړه شوې ده  چې له نويو موضوعګانو سره بلد شي  او له هغو څخه په خپلو کارونو کې استفاده وکړې .

 داطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معين دين محمد مبارز راشدي  په دې غونډه کې  وويل دافغان رسنيو او ټولنيزو  مسووليتونو په باب خبري يوه ستره اړتيا ده ، نن چې رسنې  په افغانستان کې دجدي واک په رکن بدل شوي دي  په دغه هيواد کې يي متنفذين  او موافقين  پيدا کړي دي  دقدرت خاصيت دادي چې هم جدي موافقين پيداکوي اوهم جدي مخالفين .

  مبارز راشدي زياته کړه موږ چې په تيرو لسو کلونوکې په افغانستان  له شک پرته درسنيو برخه دمخکښ په توګه بللي دي اوله افغانستان څخه  بهر ټول دغه هيواد درسنيو له نظر او دازادي  له ودي څخه ګوري .

 داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نشراتي معين په افغانستان کې دمطبوعاتو دودي څرنګوالي  دبيانولو په ترڅ کې وويل  ټولنيز مسووليت يعني دمطبوعاتو مسلکي کول او تر هغه وخته پورې چې ونه شو کړاي  رسنې مسلکي کړو  او دهغو اړتياوي  برابر  نه کړو نه شو کولاي هيله ولرو چې خپل ټول مسووليتونه مو ترسره کړي دي .

  دغه راز په دې غونډه کې  په کابل کې  دالمان سفير له افغانستان څخه دملاتړ  او په دغه هيواد کې دمطبوعاتو دودې په باب خبري وکړې او دافغانستان په وړاندې يي دالمان ژمني  تکرار کړي .

  درسنيو  دڅارنې  يا ( ني )  مسوول صديق الله توحيد درسنيو دکار داخلاقي  موازينو د څيړنې په ترڅ کې  خبري وکړې او درسنيو په کار کې دظرفيت دودي اومسووليت  منلو او هدف مندکار  په باب ټينګار وکړ .

 ميديونيک په  ١٩٩٣ کال کې په المان کې دافغان مهاجرو  او ديو شمير ماهرو او دافغانستان دچارو دکارپوهانو له خوا جوړ شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته