نړۍ

دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې ددوه ويشتو تنو مليشو وژل کيدل .

پيښورباختر د لړم څليرويشتمه :
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې دمليشه طالبانو په پټنځيو دپاکستاني پوځيانو دهوايي  بريدونو له امله څه ناڅه  ددوه ويشت تنه ووژل شول .
دپاکستان حکومت په يوه رسمي وينا کې وويل چې دپاکستان جنګي الوتکو دوزيرستان دشوال تحصيل په سيمه کې  دمليشه طالبانو په پټنځيو بريدونه وکړل چې له امله  يې دوه ويشت تنه ووژل شول او يوشمير پټنځي يې ويجاړ شول
دضرب غضب  له بريدونو وروسته چې تيرکال په شمالي  وزيرستان کې پيل شول مليشه طالبان  دخيبر پښتونخوا، تيرا درې او دشمالي وزيرستان دشوال دسيمې په ګډون نورو قبايلي  سيمو ته تښتيدلي دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته