ورزش

د تخار ورزشکارانو ته جمنازيوم جوړيږي

کابل باختر دکب څوارلسمه :
په تخار ولايت کې د لومړي ځل لپاره ورزشي جمنازيوم جوړيږي .
دتخار ولايت ورزشي آمر نقيب الله جليلي باخترآژانس ته وويل: دغه جمنازيوم د بدني روزنې د لوى رياست له بودجې څخه  د ديرشو مليونو افغانيو په لګښت ديو جريبه ځمکې په ساحه کې په راتلوونکولسو مياشتوکې په تالقانو ښارکې جوړيږي.
خبرځاى زياته کړه: دغه دوه پوړيزجمنازيوم لس خونې، دوه ستر صالونونه او د ننداره کوونکو لپاره پنځه سوه څوکۍ، د وسايطو پارګينګ او ورزشي ډګرونه لري.
ده زياته کړه: په دغه جمنازيوم کې د کرکټ او فوټبال پرته ټولې سيمه ئيزې سيالۍ ترسره کيږي. مخکې له دې ورزشکارانو د تمرينونو لپاره مناسب ځاى نه درلود او له جدي ستونزې سره مخامخ وو.
ويل کيږي  اوس د تکواندو ، کاراتې، جودو، کانګفو، واليبال ، فوټبال ، کرکټ ، کورش، پنګ پانګ او نورو په ګډون څه دپاسه لس زره تنه ورزشکاران په درې ويشتو فدراسيونونو کې تنظيم دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته