سیاست

اجراييه رييس دهېواد له يوشميرمشرانو اوقومي استازو او مخورو سره وکتل

کابل باختر د تلي دريمه :

 دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن سهار په سپيدار ماڼۍ کې دخپل کار په دفتر کې دهېواد له يوشمير مشرانو قومي مخورو او دملي شورا له استازو سره وکتل .

 داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ،  په دې غونډه کې دتخار ولايت استازي قاضي کبير مرزبان ،  دکندز ولايت استازي نظري ترکمن ، دفارياب ولايت استازي ګل محمد پهلوان ،  دسولې دشورا مرستيال خدام ، داجراييه رياست سلاکار مولوي  بيک نظر بلخي ، پخواني سفير شاه مردان قل ، داجراييه رياست سلاکار مرچوپان ، داجراييه رياست سلاکار امام قل صابري ، حاجي نور الله جوزجاني او داجراييه رياست سلاکار حاجي عبدالله برخه لرله .

 په دې غونډه کې دوروستيو سياسي  بدلونونو، امنيتي حالاتو او ستونزو په باب خبرې وشوې .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته