
کابل، د لېندۍ ۹ مه، باختر
افغان ورزشکار نادر روحاني د جنوبي اسیا د سارک غړو هېوادونو د سنوکر په سیالیو کې خپل بنګلدېشي سیال ته د “۵-۴ ” په توپیر په ماتې ورکولو سره د څلور بهترینو سیالۍ ته لار وموندله.
د بدني روزنې او ورزش ریاست ویلي چې دغه سیالۍ له تېرو درې ورځو راهیسې د بنګلدېش په کوربه توب روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې صالح محمد بیا په اتمه مرحله کې د خپل پاکستاني سیال پر وړاندې ماتې وخوړه.
س.صدیقي