اقتصاد

تبصره

کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
دهرات دسپڼسي نساجي دبيا فعالولو په باب دوزيرانو شورا تصميم کيداى شي دملي صنايعو دملاتړ اوکورنيو توليداتو ته دمخې کولو په لاره کې يوګام وى .
دباختراژانس مبصر ليکي .
دکابينې  دغړو په وروستي غونډه کې  دهرات دسپڼسۍ نساجي دفعالولو په باب خبرې وشوې او په قاعده کې ددغې فابريکې فعالول دتاييد وړ وګرځيدل او څوحکومتي بنسټونه يې موظف کړل چې په دې لاره کې عملي ګامونه واخلي .
دوزيرانو شورا دغه اقدام په داسې وخت کې چې افغانستان په سيمه کې ديوه لګښتي هيواد په توګه څرګند شوى دى او آن ډير ناڅيز مالونه چې دهيواد په دننه کې دهغو دتوليد امکان نشته ،  له بهر څخه واردوي کولاي شو دصنايعو دبيا احيا کولو اوله اقتصادي  پلوه په ځان دهيواد د ډډې لګولو په لاره کې  يوګام وبولو .
  افغانستان نن ورځ دپاکستاني مالونو او توکو دپلورنې بازار دى او په دې ترڅ کې ډول ډول ټوکران له دغه هيواد څخه  افغانستان ته وارديږي په داسې حال کې چې افغانستان په خپله څولسيزې مخکې د ډول ډول ټوکرانو دتوليد امکانات لرل .
په هيواد کې دنساجي دڅو فابريکو شتون تر زياتې اندازې پورې دافغانستان اړتياوې لرې کولې خو اوس دپلخمري له نساجي فابريکې پرته  په هيواد کې دټوکرانو دتوليد بله  کارخانه فعاله نه ده او دپلخمري  دنساجي فابريکه چې يو وخت يې په څليرويشتو ساعتو کې سل زره متره ټوکران توليدول اوس ظرفيت يې په ډيره ټيټه کچه کې دى او په يوه شپه او ورځ کې يواځې شپږ سوه متره ټوکر توليدوي .
دغه راز دګلبهار دنساجي فابريکه په تيرو ديرشوکلونو کې سره له دې چې دپيښو له خطرونو څخه خوندي پاتې شوې ده خو دبريښنا دنشتوالي په دليل فعاليت نه لري او دچارو مسوولين تراوسه پورې په دې نه دي بريالي شوي چې ددغې سترې کارخانې داړتياوړ بريښنا له سروبي څخه تامين کړي که چيرې په هيواد کې دنساجي دڅو فابريکو دفعاليت تيرو وختونو ته ځيرشوخلکو ددغو فابريکو له توليداتو څخه په زيات اخلاص او خوشحالۍ سره استفاده کوله .
دغه راز ددغو فابريکو فعالوالي زموږ يو زيات شمير هيوادوالو ته دکار زمينه برابره کړې وه او زياتو کورنيو له دې لارې دخپلو کورنيو دژوندانه چارې سمبالولې ، له شک پرته  دهرات دسپڼسۍ  نساجي دفابريکې فعالول به ددې تر څنګ چې دزياترو افغانانو اړتياوې لرې کړي زموږ يو زيات شمير  هيوادوالوته به دکار زمينه  برابره کړي .
ددغې فابريکې  او دنورو ورته فابريکوبيا فعاليت کورني پانګه وال دې  کارته متوجه کوي چې دپانګه والو او دهيوادنيو توليداتو ملاتړ په شعار کې نه ، بلکې په عمل کې شتون لري او دولت دپانګه والو ملاتړ کوي دولت پخوا اعلام کړى و چې خلک او دولتي موسسې دې دکورنيوتوليداتو څخه استفاده غوره وبولي .
دافغانستان خلک دهرات دسپڼسي نساجي دفابريکې دفعالولو خبر نيک فعال بولي او په دې باور دي چې دغه حرکت به دهغو پانګه والو دملاتړ سبب شي چې په صادقانه ډول کار کوي او دهغو نورو فابريکو دبيا جوړولو او فعالولو لپاره لاره پرانيزي چې دتيرو دريو لسيزو دپيښو او پرمختياو له امله غير فعالې او يا ويجاړې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته