امنیت

په قندهار او زابل کې طالبانو ته د سر دروند زيان

 کابل/ د غویي ٥ مه / باختر
درې ويشت وسله وال طالبان په قندهار او زابل کې له پوځيانو سره د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول او لسګونه نور يې ټپيان شول.
پر د غو طالبانو د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د قندهار د شاه ولي کوټ او ميانشين ولسواليو په ځينو سيمو او د زابل د شهر صفا په ځينو سيمو او قلات ښار ته څېرمه بريدونه وشول.
په قندهارکې د ځانګړو ځواکونو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي  دي چې د پوځيانو په بريدونوکې ٢٣ وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور يې ټپيان شوي دي.
په پېښو کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو څلور مرکزونه او پټنځي هم ويجاړ شوي دي.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې پوليسو د قندهار او زابل له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٢٠ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته