خبرونهسیاستTOP

افغان پلاوي له ازبکستاني مقاماتو سره پر زیربنايي پروژو خبرې وکړې

کابل، د زمري ۳ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ ازبکستان ته تللي افغان پلاوي بېګاه د ازبکستان د ملي امنیت شورا له مرستیال او په بهرني سیاست کې د دغه هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف سره خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر او ښاغلي کاملوف ترمنځ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر ځینو مهمو زیربنايي پروژو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د خبرو اصلي محور د ترمذ-مزارشریف-کابل-پېښور د رېل پټلۍ د ساحې سروې او د چارو عملي پيل ښودل شوی دی.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا