فرهنګ

جمهور رئیس غني: موږ د افغانستان تاریخي او توریستي مقام بیا احیا کوو

کابل_ باختر_د غبرګولي د مياشتې ١٧مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د سارک سازمان د غړوهېوادونو له لوړ پوړي پلاوي سره چې د سارک سازمان د غړو هېوادونو د لومړني فرهنګي مرکز په توګه د بامیانو د نومونې په رسمي مراسموکې د ګډون لپاره افغانستان ته راغلی و، وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې نن په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهور رئیس افغانستان ته د سارک سازمان د غړو هېوادونو د لوړ پوړي پلاوي له راتګ او د سارک سازمان د غړو هېوادونو د لومړني فرهنګي مرکز په توګه د بامیانو د انتخاب له امله مننه وکړه.
جمهور رئیس غني وویل چې افغانستان د سارک سازمان له غړوهېوادونو سره د زرګونو کلونو اړیکې لري او د سارک سازمان د غړو هېوادونو د لومړني فرهنګي مرکز په توګه د بامیانو د نومونې په رسمي مراسمو کې ستاسو حضور دغه اړیکې لا پیاوړې کړې.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې افغانستان د دوه زره کلونو لپاره په آسیا کې د سوداګریزو توکو او د خلکو ترمنځ د راکړې ورکړې مرکز و.
ده د آی خانم د ښار په اړه هم خبرې وکړې او هغه یې د تاریخي ښارونو له جملې څخه وباله چې د ښاري ماستر پلان درلودونکی و.
جمهور رئیس غني وویل چې استعمار ونه کړاى شول افغانستان لاندې کړي، خو زموږ هېواد یې څنډې ته کړ.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د دې ترڅنګ چې د بودا د مجسمو ړنګول یې د هېواد پرتاریخي مېراثونوبرید وباله، ويې ویل چې موږ د افغانستان تاریخي او توریستي مقام بیا احیا کوو.
جمهور رئیس غني دې ته په اشارې سره چې دوه زره کاله وړاندې د هېواد په شمال کې رسم الخط موجود و، وویل چې لرغونِي آثار زموږ د تاریخ یوه برخه ده او موږ پرهغو ویاړو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني همدا راز وویل چې په یو شمېر سیموکې د کانونو د استخراج پرمهال له ځینو تاریخي آثارو سره مخامخ کېږو چې د هغو مدیریت بشپړ احتیاط ته اړتیا لري.
ده د سارک سازمان له غړوهېوادونو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.
په مقابل کې د سارک سازمان سکرتر جنرال د دې ترڅنګ چې د افغانستان د دولت او خلکو له کوربه توب او میلمه پالنې څخه یې مننه وکړه، ويې ویل: موږ لېوال و چې لا ډېر د افغانستان د توریستي جاذبو او تاریخي سیمو څخه لیدنه وکړو.
ده وویل چې د افغانستان فرهنګي تاریخ ډېر په زړه پورې دی او موږ باید له دغو تاریخي شتو څخه لا ډېره ګټه واخلو.
په دې کتنه کې د سارک سازمان د فرهنګي مرکزسکرترجنرال هم خبرې وکړې، ويې ویل چې د سارک سازمان د غړو هېوادونو د لومړني فرهنګي مرکز په توګه د بامیانو د نومونې رسمي مراسم په بریالیتوب سره ترسره شول.
ده د دغو مراسمو ترسره کېدل د افغانستان د تاریخي جاذبو د پېژندنې په لاره کې ګټور وبلل، ويې ویل چې له دې وروسته به د پروګرامونو او فرهنګي فیستوالونو د جوړېدو لړۍ په بامیانوکې دوام ومومي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته