سیاست

جمهورريیس غني د قندهار د لمریزې برېښنا د تولید شبکه پرانیسته

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۲مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن سهار د لوړ پوري دولتي پلاوي په مشرۍ قندهار  ولایت ته ورسېد او د قندهار ولایت د مشرانو او مقاماتو په حضور کې يې ددغه ولایت هوایي ډګر ، د احمدشاه بابا نړيوال هوایي ډګر، په نوم ونوماوه.
جمهورريیس د احمد شاه بابا په نوم د دغه هوایي ډګر د نومولو پر مهال وویل: د ویاړ ځای دی چې دغه هوایي ډګر د افغانستان د یو ملي او بین المللي شخصیت په نوم شو او اوس به پر احمد شاه بابا نړيوال هوایي ډګر درې برابره ډېره پانګونه وشي، همدارنګه زه غواړم دغه هوايي ډګر په سیمه کې د وصل نقطه وي، تر څو د قندهار تولیدات خلیج، اروپا او نورو هېوادونو ته له همدې ځایه صادر شي.
وروسته د هېواد جمهورريیس د قندهار ښار تر دوه لارې پورې د هوایي ډګر واټ پرانیست او هغه یې د خپلواکۍ د اتل شهید سترجنرال عبدالرازق په نوم ونوماوه. جمهورريیس د دغه واټ د پرانیستې پر مهال وویل: د ویاړ ځای دی چې دغه واټ په معیاري ډول جوړ او د افغانستان د یوه اتل په نوم شو. جمهورريیس غني د ځمکو او ښار جوړولو وزارت، سیمه‏ ییزو ارګانونو او قندهار ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې د یاد واټ دوو خواوو ته دې د پراختیایي زون د احیا ترتیبات ونیسي.
د خپلواکۍ د اتل شهید سترجنرال عبدالرازق واټ د ۱۶،۱۴ کیلو مترو په اوږدوالي او د ۶۹،۲ مترو په سور د ۲،۸ میلیارده افغانیو په لګښت د دولت له پراختیایي بودجې څخه جوړ شوی دی.
دغه راز جمهورريیس غني د کندهار ولایت لمریزې تولیدي برېښنا شبکه د دغه ولایت د مشرانو او مقاماتو په حضور کې پرانیسته. د هیواد جمهورريیس دقندهار ولایت خلکو ته د دغې شبکې د پرانیستې مبارکي وویله او دغه راز یې د خصوصي سکتور له مشارکت او هڅو مننه وکړه.
جمهورريیس غني وویل: د خوښۍ ځای دی چې په افغانستان کې له ټکنالوژۍ او لمریزې انرژۍ څخه د برېښنا د تولید د استفادې نوی باب پرانیستل شو.  هغه زیاته کړه: د دې شبکې تولیدي ظرفیت ۳۰ میګاواټه دی، خو هغه انځور چې زه یې د قندهار لپاره لرم، دغه ولایت سلګونه میګاواټه برېښنا ته اړتیا ولري.
د هېواد جمهورريیس وویل، د برېښنا د دغې شبکې پرانیسته به د قندهار ولایت د پیداوارو او په ځانګړي ډول د قندهار د انارو او انګورو پر زیاتوالي او ساتنې زیات اغیز ولري.
د قندهار د لمریزې برېښنا د تولید شبکه  په دوه برخو کې جوړه شوې چې د ۳۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او  د خصوصي سکتور  د بودجې او مالیې وزارت په سب سایډۍ د ۳۹ میلیونو ډالرو په لګښت بشپړه شوې ده.# پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته