ټولنه

ځينو هيوادونو اعلام وکړ چې د بدخشان له مصيبت ځپلوسره مرسته کوي

نړيوالې خبري منابع- باختر د ثور دمياشتې ١٥
ځينوهيوادونو او نړيوالو سازمانونو په بدخشان ولايت کې د طبيعي پيښې له مصيبت ځپلو کورنيو سره د مرستې لپاره تيارى اعلام کړى دى.
د امريکا جمهور رييس بارک اوباما په بدخشان ولايت کې د ځمکې ښويدنې له امله د سر د اوښتو زيانونو او مالي تاوانونو په خاطر د ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب څرګندکړي دي او د تاجکستان جمهور رييس امام علي رحمان د بدخشان ولايت د طبيعي ناتار له مصيبت ځپلو خلکو سره د مرستې لارښوونه کړې ده.
د دغه هيواد په مرستوکې خوراکي توکي د څښاک اوبه خيمې او د اړتيا نور مواد شته.
د آذربايجان جمهوريت هم د مرستې مالونه او توکي افغانستان ته راليږلي دي.
په کابل کې د آذربايجان جمهوريت د ملکي او نظامي قوتونو قوماندان الهام عبدالله يوف د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ له مصيبت ځپلو کورنيو سره دخپل هيواد د مرستو خبر ورکړ .
د نړۍ د کاتوليکانو مشر باب فرانسس پرون په واتيکان کې د بدخشان ولايت د طبيعي پيښې قربانيانو ته دعا وکړه او څرګنده يې کړه: موږ هغو کسانو ته دعاکوو چې د افغانستان په يوه کلي کې د ځمکې ښويدنې له امله له منځه تللي دي.
لوى خداى (ج) دې دوى ټول په خپل رحمت کې شامل کړي او هغو پاتې کسانو ته چې ژوندي پاتې دي؛ د دې ځواکمني ورکړي؛ د هغوکسانو په ملاتړ چې له دوى سره همدردي کوي؛ خپل ژوند ته دوام ورکړي.
دمهاجرت د نړيوال سازمان يا د (آى-او-ان) يوه ويندوى مت ګريدون وويل چې د بدخشان ولايت مصيبت ځپلو کورنيو ته د سولر څراغونه، شړي او بړستنې ليږدوي.
دبدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ په آب باريک کلي کې د ځمکې ښويدنې له امله په سلګونو تنه وژل شوي دي او نږدې٧٠٠ کورنۍ له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړې شوې دي .
په دې پيښه کې نږدې ٣٠٠ کورنو ترخټو او ډبرو لاندې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته