سیاست

جان کري: افغانستان د اقتصادي او سياسي له پلوه په سيمه ييزځواک بدلوو

کابل – باختر باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري د لندن په غونډه کې ويلي دي چې افغانستان يې د اقتصادي او سياسي له پلوه د يو سيمه ييز ځواک په توګه بدلوي.
د باختر آژانس د خبر له مخې: په دې غونډه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د پانګې اچونې او د دغه هيواد د ځواکمن کولو په لاره کې د خپل هيواد په ژمنو ټينګارکړى دى .
ده ويلي دي چې د ملي وحدت حکومت به افغانستان پياوړى او سوکاله کړي او له نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل چې په خپلو مرستو او ملاتړ سره له افغانستان سره مرسته وکړي.
ده دغه راز ويلي دي چې د امريکا متحده ايالات له ٢٠١٥ ميلادي کال څخه د افغانستان له نوي دولت سره خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکوي او له دې وروسته به امريکا ته تجارتي، روزنيزه او سياحتي ويزه د افغانانو په واک کې ورکړي.
د لندن يو ورځنى کنفرانس چې د څه د پاسه ٧٠ هيوادونو او نړيوالو مرکزونو استازو پکې ګډون کړى و؛ پرون ماښام پاى ته ورسيد.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته