خبرونهاقتصادټولنه

پکتیکا کې د یوې پروژې چارې بشپړې شوې

کابل، د سلواغې ۱۱ مه، باختر

د پکتیکا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د یاد ولایت په مرکز(ښرنه) او مټاخان ولسوالۍ کې د یوې پروژې د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

د پکتیکا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز(ښرنه) او مټاخان ولسوالۍ کې د نوې ملکانو په کلي کې د ۹۸۸ زره ۴۴۶ افغانیو په لګښت د ۴،۵ کیلومترو په اوږدوالي د کلیوالي سړک او د ۶ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د سیمې خلک د یادې پروژې په پلي کولو خوښ دي او له مسوولینو څخه د ورته پروژو د پلې کولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته